Title reads "Welcoming Refugees, Take action today!" alongside photos of refugees in their communities, celebrating, learning, and working on their passions.

Welcoming Refugees – پښتو/PS

د هیواد له ایالتي او سیمه ایزو چارواکو سره یوځای شئ چې په ولسمشر بایډن غږ کوي چې د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام پیاوړی کړي

د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) چې د ولسمشر ریګن د دولت د کانګریس له خوا په متفقه توګه رامینځته شو، د کډوالو د خوندیتوب د تامینولو یو قانوني حیاتي پروګرام بلل کیږي. د 1980 کال څخه را په دې خوا، دې پروګرام د هغو کسانو لپاره فرصتونه برابر کړي دي چې د سیاسي مفکورو، دیني عقایدو، نژاد، یا ملیت له امله له ځورونې سره مخ دي ترڅو خپل ژوند له سره پیل کړي او له هغو آزادیو ګټه پورته کړي چې موږ ته ډیر ارزښت لري. 

د هیواد په ګوټ ګوټ او د ګوندونو په مینځ کې، امریکاییان د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام ملاتړکوي او ددوی ډیر شمیر له هغو کسانو څخه خپل ملاتړ په عملي بڼه ښودلی دی چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې دي. کډوال زموږ په ټولنو او اقتصاد کې مهم او د پام وړ رول لوبوي. په تیرو پنځلسو کلونو کې، کډوالو د امریکا اقتصاد ته شاوخوا  124 میلیارده ډالره مرسته کړې ده چې له دې جملې څخه نږدې 28 میلیارده ډالر یوازې د 2021 کال له مالیاتو څخه ترلاسه شوي دي. لکه څنګه چې ډیر شمیر ټولنې په مهمو دندو کې د ښوونکو، پرستارانو، او ډاکټرانو د کمښت له امله د کاري ځواک له کموالي سرټکوي، کډوال په دې دندو کې د اړتیا وړ استعدادونو او تخصص په راوړلو کې مهم رول لوبوي. 

په ټوله نړۍ کې  شاوخوا 110 میلیونه خلک چې 40 سلنه یې ماشومان دي، په جبري توګه بې ځایه شوي دي. د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې، 2.4 میلیونه کډوال په روان کال کې د بیامیشتیدنې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو له یوې سلنې څخه لږ خلک دا فرصت لري. کله چې متحده ایالات د کډوالو په هرکلي کې مخکښ رول لوبوي، نه یوازې له اخلاقي پلوه ښه کار کوي، بلکه د همکارو هیوادونو ترمنځ ښې اړیکې جوړوي او زموږ بهرنۍ پالیسۍ او د ملي امنیت ګټې پیاوړې کوي. 

په داسې حال کې چې په تیرو څلورو کلونو کې د کډوالو د منلو د پروګرام (USRAP) د بیارغونې لپاره هلې ځلې ترسره شوې دي، خو موږ اوس لاهم په یو کړکیجن حالت کې یو. دا ډیره مهمه ده چې سیمه ایز او ایالتي منتخب مشران د دولت پام راواړوي چې د کډوالو بیامیشتیدنه د امریکایي ټولنو د پیاوړتیا لپاره څومره  ارزښت لري. اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې خپل غږ پورته کړئ او له ولسمشر بایډن څخه وغواړئ چې د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام پیاوړی کړي او د کډوالو د ښه راغلاست لپاره زموږ ظرفیت لوړ کړي، زموږ ټولنو ته د بشردوستانه مرستو د برابرولو توان ورکړي او د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) ته په راتلونکو کلونو کې دوام ورکړي. دا د فډرال دولت لپاره اړینه ده چې له ښارونو او ایالتونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي ترڅو نويو راغلو خلکو ته غوره خدمات او مرستې همغږې شي. 

په داسې حال کې چې د کډوالو د شمیر په اړه چې متحده ایالات به یې په راتلونکي مالي کال کې بیا میشتوي، د ولسمشر کلنۍ مشورې او پریکړې د ترسره کیدو په حال کې دي، د دواړو ګوندونو دغه لیک ټینګار کوي چې کډوال څومره زموږ د ټولنو لپاره اهمیت لري، او ولې باید ددې مهم پروګرام ملاتړ وشي ترڅو له دې لارې هغو خلکو سره مرسته وشي چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې دي او په عین وخت کې ډاډ ترلاسه شي چې د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) په راتلونکو کلونو کې بیا هم پیاوړی پاتې شي. 


که تاسو یو سیمه ایز یا ایالتي ټاکل شوی چارواکی یاست، تاسو کولی شئ چې په دې لیک کې دلته لاسلیک وکړئ.

د لیک متن په لاندې ډول دی، او دا پاڼه به په منظمه توګه نوې کیږي ترڅو لازیات لاسلیک کوونکي منعکس کړي.  

که تاسو یو رای ورکوونکی یاست، تاسو کولی شئ چې له خپل ټاکل شوي ایالتي یا سیمه ایز استازي څخه وغواړئ چې په دې لیک کې دلته لاسلیک وکړي

ددې لیک د لاسلیک کولو وروستۍ نیټه د 2024 کال د اګست 23 مه نیټه ده. که پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ له info@refugeeadvocacylab.org بریښنالیک سره اړیکه ونیسئ. 

ټول لاسلیک کوونکي به ددې لیک وروستۍ PDF نسخه، د پروسې د ملاتړ د څرنګوالي په اړه لنډ لارښود او نمونه یي ټویټونه او مطبوعاتي اعلامیې ترلاسه کړي.

د لیک متن


ولسمشر جوزیف آر. بایدن جونیور
سپینه ماڼۍ
1600 Pennsylvania Avenue NW
Washington, D.C. 20500

جلالتمآب محترم ولسمشره:

موږ په سیمه ایزه او ایالتي کچه، د خپلو ټولنو د ټاکل شویو مشرانو په توګه، نن دا لیک لیکو ترڅو په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیامیشتیدنې څخه په کلکه ملاتړ وکړو. موږ د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې ددې پروګرام د بیارغونې په باب د هلوځلو ستاینه کوو، او ستاسو له ادارې څخه غواړو ترڅو ددې پروګرام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره ګام پورته کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا پروګرام په راتلونکو کلونو کې پیاوړی او دوامداره پاتې شي.  

د دواړو ګوندونو د ټاکل شویو چارواکو په استازیتوب، موږ د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام USRAP او د امریکایي ارزښتونو په ساتلو کې پر خپلې ژمنې ټینګار کوو او د همدې ارزښتونو په رڼا کې به د هغو خلکو هرکلی کوو چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې دي. د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام USRAP په رسمي او متفقه توګه د ولسمشر ریګن د دولت د کانګریس له خوا رامنځته شو او د دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ یې درلود. د کلونو په ترڅ کې، دې پروګرام د هغو کسانو هرکلی کړی دی چې د سیاسي مفکورو، مذهبي عقایدو، نژاد یا ملیت له امله له ځورونې سره مخ شوي او اوس مهال له هغو آزادیو ګټه اخلي چې موږ ته ارزښت لري. 

لکه څرنګه چې د افغانانو او اوکراینیانو په هرکلي او ښه راغلاست کې زموږ تجربو ښودلې ده، له کډوالو څخه په ملاتړ کې د متحده ایالاتو مشرتابه نه یوازې د هغو کسانو لپاره چې له جګړې، تاوتریخوالي او ځورونې څخه تښتیدلي دي د خلاصون او ژغورنې لاره برابروي، بلکې د همکارو هیوادو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي او زموږ بهرنۍ پالیسۍ او د ملي امنیت او دیپلوماتیکې ګټې پیاوړې کوي. په محلي کچه موږ ولیدل چې کډوال زموږ د ټولنو په بډایه کولو کې څنګه مرسته کوي – او زموږ اقتصاد او مدني نهادونه پیاوړي کوي. کډوال زموږ د اقتصاد په وده کې د پام وړ رول لوبوي. د روغتیا او بشري خدمتونو د ادارې وروستی رپوټ ښیي چې کډوالو او پناه غوښتونکو زموږ پر اقتصاد 124 میلیارده ډالره خالص مثبته مالي اغیزه درلوده. زموږ ټولنو په مستقیمه توګه د دوی له مرستو او ونډو څخه ګټه پورته کړې ده: کډوال د کاروبار فرصتونه رامینځته کوي، د کاري ځواک تشه ډکوي، او زموږ کلتوري او ټولنیز جوړښتونه بډایه کوي، او ډاډ ترلاسه کوي چې ایالتونه – او زموږ هیواد – د اقتصادي او ټولنیز پلوه غښتلي او پیاوړي پاتې شي. 

نړیواله ټولنه د جبري مهاجرت له بحران سره مخامخ ده. موږ باید د یو غښتلي مشرتابه او پیاوړو حل لارو په وړاندې کولو سره نورو هیوادونو سره یو ځای شو او خپله ونډه ترسره کړو. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په دې وروستیو کې رپوټ ورکړی دی چې په نړۍ کې شاوخوا 110 میلیونه تنه چې 40 سلنه یې ماشومان دي، جبري بیځایه شوي دي چې دا شمیره بې سارې ده. د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې، 2.4 میلیونه کډوال په روان کال کې د بیامیشتیدنې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو له یوې سلنې څخه لږ خلک دا فرصت لري. 

موږ په دوامداره توګه له خپلو رایه ورکوونکو څخه اورو چې هغوی د کډوالو په بیا میشتیدنې باور لري او ملاتړ یې کوي. په هوایي ډګرونو کې د کډوالو له هرکلي څخه نیولې د انګلیسي ژبې د زده کړې په ټولګیو کې مرستې او د ښاري بسونو د مسیر په اړه لارښوونو پورې، زموږ ټولنو تل د کډوالو د هرکلي لپاره چمتووالی ښودلی دی. 

موږ د ټاکل شویو سیمه ایزو او ایالتي مشرانو په توګه غواړو چې خپلو ټولنو څخه داسې ځایونه جوړ کړو چې پکې نوي راغلي کسان د ګډون او پرمختګ برابر فرصت ولري. موږ “د کاري ځواک د پراختیا د مطالعاتو” او “د کار په وړاندې د غیرضروري خنډونو کمولو” پالیسیو ملاتړ کړی دی ترڅو ماهر کډوال په اسانۍ سره د کار ځواک سره یوځای شي. لکه څنګه چې ډیر شمیر ټولنې په مهمو دندو کې د ښوونکو، پرستارانو، او ډاکټرانو د کمښت له امله د کاري ځواک له کموالي سرټکوي، کډوال د کاري ځواک د تشې په ډکولو کې مهم رول لوبوي.

موږ کولی شو او په ګډه باید ډیر کارونه ترسره کړو. د فدرال دولت په ملاتړ، زموږ ټولنې چمتو دي چې له هغو کډوالو هرکلی وکړي چې غواړي خپل ژوند په امن کې له سره پیل کړي. د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د پروګرام ساتنه د کډوالو د بیامیشتیدنې په زیربنا کې پانګونې لپاره څو کلنې ژمنې او تعهد ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دغه پروګرام په راتلونکو کلونو کې باثباته پاتې شي. زموږ ښارونه او ایالتونه د فدرال دولت لا ډیر ملاتړ او همغږۍ ته اړتیا لري ترڅو نوي راغلي کډوال هغو خدمتونو او مرستو ته لاسرسی ولري چې دوی ورته په خپلو نویو کورونو کې اړتیا لري. موږ ستاسو له ادارې څخه غوښتنه کوو چې د کډوالو د بیامیشتیدنې د یو پیاوړي پروګرام لپاره چې وکولی شي د بهرنیو فشارونو، د کډوالو د بیړنیو حالاتو، او د سیاسي بدلونونو په وړاندې مقاومت ولري، اړینې سرچینې چمتو کړي. 

موږ د کډوالو او د هغوی د کورنیو له امله ښه او پیاوړي یو. موږ د ټاکل شویو سیمه ایزو او ایالتي مشرانو په توګه، تاسو څخه غوښتنه کوو چې د یو مشر په توګه د کډوالو په هرکلي کې د خپل ملت د دریځ ساتنه وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام اړینې او کافي اندازه سرچېنې ولري او په راتلونکو کلونو کې غښتلی او دوامدار پاتې شي.  

موږ هیله لرو چې تاسو په خپلو پریکړو کې، د کډوالو د هرکلي لپاره زموږ جدي تمایل او غوښتنې په پام کې ونیسئ.

په درناوي، 

 

Scroll to Top